د لوړو زدکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم نن بلخ کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، چې د کابل پوهنتون او ښوونې روزنې پوهنتون یو شمېر محصلین یې روسیې ته د سیالۍ لپاره لیږلي وو، خو درې پکې له رسېدو سره سم تري تم شول.
هغه ویلي، ”دوی اصلا د اروپا په تکل تللي وو، خپل استازي ته مو وویل چې په دا نورو پام کوئ او ژر تر ژره یې کابل ته راولېږئ.”
د روسیې په کوربتوب د نړۍ پوهنتونونو ورزشي لوبو ته لوړو زدکړو وزارت د تکواندو، غیږ نیونې، بوکس او جودو یو شمېر لوبغاړي استولي وو.
دغه سيالۍ د تېرې اګست میاشتې په ۳۱ مه نېټه پای ته رسيدلي.