غزل
د محبت د حد شېبه به شو ، که خوښه دې وي
ور ړنګ د یو بل په اوږه به شو ، که خوښه دې وي
باراني شپه ده ، د ورغوو د تماس ارمان دی
سره نېږدې به شو، لمبه به شو، که خوښه دې وي
بس دی! د ډېرو تماشو تماشا ډېر ځور شي
هله! په سترګو کې دمه به شو، که خوښه دې وي
نه ګورې!؟ خلک د تاریخ د بلندۍ مینان
کومه پرېوتې مناره به شو ، که خوښه دې وي
د وجودونو حاصل څه دی؟ خو ناراضه سیوري
قربانه! یو د بل نامه به شو ، که خوښه دې وي
فریدقربان