د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې د پاکستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ادعا کړې چې افغانستان کې تحریک طالبان او داعش ډله خوندي پټنځایونه لري چې له امله یې پاکستان کې بریدونه زیات شوي.
هغه ویلي، افغان خاوره کې ترهګرې ډلې تقویه کیږي چې سیمې، ګاونډیو هېوادونو او ټولې نړۍ ته ګواښ دی.
نوموړي همدا راز د جونو د تعلیم، بشري حقونو او په ټوله کې د نړیوالو له اندېښنو سره اتفاق کړی او غوښتنه یې کړې چې له طالبانو سره په دې اړه خبرې اترې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې دا ځل په غونډه کې د افغانستان کوم دایمی استازی ګډون نه لري او څوکۍ یې خالي ده.