د موټرو باقيداري له اتیا تر سل سلنې وبخښل شوه
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست ویلي چې اقتصادي ستونزو ته په کتو یې د هېوادوالو د موټرو باقيداري له اتیا تر سل سلنې بخښلې.
یاد ریاست ویلي، معافیت د روان ۱۴۰۲ هجري شمسي کال تر پایه دی او هېوادوال کولی شي چې اړوندو ترافیک ادارو کې د خپلو وسایطو اسناد تمدید کړي.
یاد ریاست ویلي، له ۱۳۹۴ کال تر پایه او تر دې ښکته باقیداري سل سلنه ، له ۱۳۹۵ ـ ۱۳۹۷ کال پورې ۹۰ سلنه او له ۱۳۹۸ ـ۱۴۰۱ پورې ۸۰ سلنه باقیداري معاف شوې