د نه خوړو اعتصاب نهمه ورځ،
جرمني ـ کولن کې د ښځو حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني روغتون ته ولېږدول شوه.
د هغې خور زمینه پریاني ویلي چي نوموړې د یو شمېر نورو مېرمنو په ملتیا، نهه ورځي وړاندې د افغان مېرمنو وضعیت ته د نړۍ د بې پامۍ په اعتراض کې د نه خوړو اعتصاب کړی پېل کړی و.
دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.
خو افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکو بار بار پخپلو څرګندونو کې ویلي چې د اسلامي او افغاني اصولو په رڼا کې د ښځو ټولو حقونو ورکولو ته ژمن دي.