د هندوستان ـ کولکتې یوې محکمې د فریب او دوکې په قضیه کې د فلمي لوبغاړې زرین خان د نیولو امر وکړ.
پر هغې تور دی چې پنځه کاله وړاندې یې د سټیج یوې نندارې لپاره مخکې له مخکې پیسې اخیستې وې خو بیا نه وه ورغلې.
بلخوا، زرین خان ویلي چې د نیولو پر ضد یې د خپلو وکیلانو سره سلا مشورې پېل کړي.