د هنر ښاپیرۍ / بهار سمسور

د هنر ښاپېرۍ

لیکنه: بهار سمسور

دهیواد نومیالۍ او پیاوړې سندرغاړې نغمه ښاپیرۍ چې د ۴۵ کالو راپه دې خوا سندرې وايي تردې دمه يې د خپلې ژبې پښتو ترڅنک په دري، تاجکي، ازبکي او اردو ژبو سندرې ویلي دي چې نه یوازې يې پکې پښتو مینه ،کلتور او نور پاللي بلکې د دې په سندرو کې د وطني احساس حماسه هم ټالونه وهي. نوځکه يې د خپل هیواد افغانستان په شمول په نړیواله کچه مینوال د غږ او ښکلا مینه پال پاتې شوي دي

اغلې ښاپیرۍ چې له اره د کندهار د اینو مینې سره تعلق ساتي د خپل عمر له دولس کلنۍ څخه يې سندرې پیل کړې دي خو د عمر په تیریدو سره يې نه خو په غږ کې منفي بدلون راغی او د مینوالو په خبره يې چې په ښکلا کې اوس هم د کابل ښار له ډیرو پیغلو وړاندې ده، دغه پیغله چې له پیدایښت وروسته يې ورباندې کورنۍ د ښاپیرۍ نوم کیښود د دې ښکلا ، قد و قامت ته په کتو ورته دغه نوم ډیر مناسب دی خو کله يې چې د پښتو ژبې د اوسني وخت ښه سندرغاړي منګل سره د ښوونځي په جریان کې د مینې تار وغځیده او له منګل سره یو ځای يې کورنۍ ته شا کړه او هنر ته يې مخه کړه، نو ښاپیرۍ په نغمه بدله شوه چې اوس يې مینوال له ډېرې مینې په دواړو نغمه او ښاپیرۍ باندې یادوي

ښاپیرۍ نغمې له پیل څخه د راډیو افغانستان په ستدیوګانو کې لومړنۍ سندره ریکارډ کړه چې دغه سندره اوس دې ته هم یاده نه ده مګر هغه دری سندره چې ښاپیرۍ نغمه له ماشومتوبه پیغلتوب ته تله نو دغه سندره يې د یولس او دولس کالو ترمنځ عمر کې د راډیو افغانستان په ستدیوګانو کې ثبت کړه
(لالکنم خب خب خب، ګیریه کونم شب شب شب)

یو شمېر سندرغاړي چې دغه ډګر ته راوتي دي یا خو په ژوندیو پروګرامونو کې د سندرو ویلو استعداد نه لري او یا خو هم د یو ښه غزل په ویلو کې ستونزه لري، خو ښاپیرۍ بیا له مستو سندرو درواخله تر ټپې ، کاکړۍ غاړې او غزل پورې د ویلو اوهم ورته د طرز جوړولو استعداد لري

ښاپیرۍ له ازادي پښتو ویب پاڼې سره په یوه مرکه کې وویل
((ځینې خلک فکر کوي چې نغمه یوازې مست شیان وايي خو نه له ما دې خلک د هر څه پوښتنه او غوښتنه وکړي ))

د ښاپیرۍ یو شمیر مینوال وايي چې په پیل کې د نغمې غږ ښکلی سنګین او ارام و او اوس يې تغیر کړی، خو اغلې ښاپیرۍ وایي
((پخوا زما غږ پوخ نه وه اوس پوخ شوی دی په دې معنا چې زما غږ اوس د خلکو خوښیږي ))

دغې ښاپیرۍ لا هم د خپل جادوګر غږ پرمټ پر ټولو مینوالو د خپل غږ او سندرو خواږه ویش کړي او لا هم په خپل هنر کې پیاوړې او مخ پروړاندې روانه ښکاري
اغلې ښاپیرۍ که له یوه اړخه په خپل ښکلي غږ باندې خفه مین خوشالوي د مینې او محبت پیغام خوروي خو دغه ښاپیرۍ له پیدا یښته بیا ترننه د سولې په ارمان او له جنګه په تیښته ده دا له خپل هیواد سره د بې کچې مینې له امله په هر پروګرام د رادیو او یا هم تلویزیون سره د مرکو پروخت د خبرو په هره برخه کې له هیوادوالو غواړي چې لاسونه سره یو کړي او خپل هیواد ودان کړي

خو له دې نارو سره سره د نغمې ښاپیرۍ ماشومتوب او ځواني په جنګ جنګ جګړو کې تیره شوه خپل ټاټوبی ترې له همدې وجې پاتې شو او په خارج کې يې د زړه له درده ډیرې سندرې له خپل وطن سره په مینه او له ګران کابل سره د اوږد بیلتون څخه د ځور له وجې وکړې

که څه هم دښاپیرۍ له خپل خپلوانو سره د هنر پر سر شخړه یو اړخ ته د دې لپاره سرخوږی دی، خو بل لور ته د هیواد روان حالات هم دغه ښاپیرۍ نه پریږدي چې له خپلو مینوالو سره نیږدې پاتې شي ، که دا هر څه وي خو د ښاپیرۍ نغمې مین او د دې د هنر مینوال د دې په هنر باندې ویاړي او مینوال يې دا هم وايي چې د سندرو پرمهال د دې اصیل افغاني لباس په دې دلالت کوي چې دغه ښاپیرۍ په رښتیا هم پرخپل هیواد مینه او د خپل ملت کلتور ته پوره ژمنه پاتې ده او لا هم ترې په دغه ډګر کې د پاتې کیدو تمه لري، خو څو کاله وړاندې نغمې د خپل څنګ ملګری د خپل هنر استاد هغه عاشق چې ښاپیرۍ نغمې ورسره دخپلې مینې له وجې خپل خپلوان پریښودل له لاسه ورکړ، د دې مینوال لا هم په دې نه دي پوی چې دغه دوه نومونه چې تل به سره یو ځای وو تل به يې غږونه غبرګ د مینوالو غوږونو ته رسیدل ولې داسې جدا شول چې هیڅوک يې په دې نه دي خبر چې ستونزه څه وه خو بیا هم کله کله انسان دومره مینه کوي چې اخیر خپله مینه هم ترپښو لاندې کړي، دغه دواړه ښاغلی منګل او اغلې ښاپیرۍ نغمه د دوی د بیلیدو خبره ترننه چاته نه وايي او نه هم د رسنیو دغه پوښتنه ځوابوي

له نغمې وروسته د پښتو او دری ژبې ډیری ښځینه سندرغاړې میدان ته راغلې خو تر ننه د دې د ځای ناستې هیڅ څرک نه لګیږي، دغې ښاپیرۍ دومره سندرې ویلي دي چې شمیر يې په خپله دې ته هم نه دی معلوم

ښاپیرۍ نغمې دهیواد نوموتي سندرغاړي شفیق مورید ته لور ورکړه او دا په دې معنا ده چې ښاپیرۍ د خپل هنر له ملګرو سره لا هم د نیږدې پاتې کیدو په هڅه کې ده، دي له ازادي ویبپاڼې سره د یوې مرکې پر مهال په خندا او ټوکو سره وايي چې شفیق مورید ورڅخه د یو طرز د جوړولو په بدل کې لور واخیسته

خو اوس ښاپیرۍ نغمه یوازې یوه سندرغاړې نه ده، بلکې ځان یوه خیرپسنده معرفي کوي او د خیر ښیګڼې د کارونو لپاره يې د نغمې بنسټ په نوم یوه خیریه ټولنه هم رامنځ ته کړه.

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *