د وخت تېرېدل ستونزې هوارولای شي؟ | عالیه عزیز

« ستونزې تر غرونو درنې نه دي چې تاسو مات کړي، بلکې هغه ستاسو روش او کړنه ده چې ماتوي .» لناهورن

فکر وکړئ لاس مو ژور ټپ اخیستی ، زیات درد کوي او وینه ترې روانه ، بې له شکه چې ډاکټر ته ځئ، ډاکټر مو زخم پانسمان کوي او ورسره په څنګ کې درته یوه مسکنه نسخه هم درکوي، د څو ورځو په تېرېدو سره مو له لاس پټۍ خلاصوئ ، زخم مو ورو _ ورو ښه کیږي او بالاخره داسې ورځ راځي چې لاس مو نور ښه شوی ، آن د لږ درد احساس هم نه کوئ ، خو د زخم پرهر به مو د ډېر وخت لپاره میلمه وي.
همدغه وضعيت په عاطفي زخمونو کې هم صدق کوي؛ کیدای شي کوم وخت مو تېروتنه کړې وي خو اوس مو په هغې تیروتنې ډېر وخت تېر شوی، خو اوس مو هم کله کله ځوروي؛ ځکه پرهر پاتې دی او تاسو د هغه پرهر په لیدو سره خواشيني کیږئ او له ځان سره وایاست چې څه ناوړه کړنه مې ترسره کړه او یا راڅخه ترسره شوه.
خو داسې نه ده، چې ددې پرهر لیدل مو له پښو وغورځوي ، تاسو باید زده کړئ چې څه ډول له دې ستونزو ځان راوباسئ.
کیدای شي په ډېرو ژبو کې دا اصطلاح موجوده وي چې وایې: د وخت تیریدل ستونزې حلولای شي؛ مونږ انسانان یو، غم او غوسه مو د ژوند یوه برخه ده، که کومه پیښه رامنځته کیږي مجبور یو چې حل لاره ورته پیدا کړو ، کیدای شي حل لاره یې وخت هم ونیسي.
له ستونزو تېښته ستاسو درد نه اراموي ، بلکې پر يوې داسې غوټې یې بدلوي چې له چاودیدو وروسته یې کیدای شي د لومړيو وختونو په پرتله زیات وځوریږي.
نو ډاډه اوسئ!
چې له تېروتنو څخه مو درس اخیستل او بیا ځلې یې د ژوند په دوران کې نه تکرارول ستاسو ستونزې هوارلای شي او د تې وخت په پرتله مو ډېر پیاوړی کولای شي.

لیکنه: عالیه عزیز

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *