د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وروستیو ۶ میاشتو د دولتي ادارو د کار د پیل او پای وختونه مشخص کړل.
یاد وزات ویلي چې، له شنبې څخه تر چهارشنبې د کار پیل سهار ۸ بجې او ۳۰ دقیقې او د کار پای د مازیګر۳ بجې او ۳۰ دقیقې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت همدا راز ویلي چې، د پنجشنبې په ورځو کې د کار پيل سهار ۸ بجې او ۳۰ دقیقې او کار پای د غرمې ۱بجه او ۳۰ دقیقې.
خو هره ورځ د غرمې له ۱ بجې څخه تر ۲ بجو پورې د ماسپښین د لمانځه او ډوډوۍ وقفه ده.
***