د پاکستان یو شمېر رسنیو ادعا کړې چې د بلخ ولایت مزار شریف زندان کې د کوزې پښتونخوا کوهاټ اوسېدونکی بهرام شاه مړ شوی.
د جیو نیوز تلویزیون راپور له مخې، بهرام شاه د تېرې مۍ میاشتې په څلورمه نېټه وروسته له هغه طالبانو ونیوه چې د عبدالحمید په نوم یو افغان پرې د قرض نه ورکولو له امله عریضه وکړه.
خو اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.