د پاکستان سرپرست وزیر اعظم انورالحق کاکړ اسلام اباد کې د یو رسنیز کنفرانس پر مهال ویلي چې، د اړتیا په صورت او ټاکلي وخت کې د افغانستان دننه عملیات کوي.
وايي، هلته د پاکستان دښمنه عناصرو خوندي پټنځایونه لري او موږ د خپلې دفاع حق لرو.
هغه ویلي، زه په جزئیاتو باندې نه غږیږم، چې دا به څه ډول عملیات وي، خو کله یې، چې وخت راورسیږي پریکړه کوو، چې څه کار وکړو او څه باید ترسره شي او څه ترسره کولی شو”.
اسلامي امارت د پاکستان د لنډ مهالي حکومت وزیر اعظم دغو تازه څرګندونو ته لاغبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې نړیوالو او خصوصا ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به یې پر ضد نه کاریږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان څخه غوښتي وو چې خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي او او دوی ته دې د پړې ګوته نه نیسي