د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال یونس راشد ویلي، دغه طرحه څلور برخې لري، د هېواد په هره ولسوالۍ او ناحیه کې یو ـ یوځوان رهبر روزل، یوه ـ یوه ټولنه جوړول، د ځوانانو لپاره پرلپسې اصلاحي پروګرامونه او اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې کاري فرصتونه رامنځته کول.’
هغه ویلي وو، د هېواد جوماتونه به نور د ځوانانو د فکري اصلاح ستر مرکزونه وي او همدا راز د انجسام لپاره یې په ټول هېواد کې ۸۰۰ ټولنې جوړیږي چې هره ټولنه به ۸ – ۸ کاري کمېټې ولري’
**