د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د باراني اوبو ذخیره کولو په موخه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۴۲ چکډیمونه جوړوي.
یاد وزارت ویلي، چې د دې چکډېمونو د جوړولو چارې به په درېیو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
له دې وړاندې د اوبو او انرژي وزارت هم د هېواد په ۱۱ نورو ولایتونو کې د باراني اوبو د ذخيره کولو او تر ځمکې لاندې اوبو د تقویې په موخه د ۱۴۰ چکډېمونو د جوړولو خبر ورکړی و.