د کندهار ولایت مقام ويلي چې، پرون مازیګر د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخونزاده د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه او د بستر ناروغانو حال یې له نږدې واخېسته.
یاد مقام ویلي، نوموړي د روغتون د واټونو او ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او ورپسې یې ددغه روغتون د مسئولینو او روغتیايي پرسونل ستونزې او غوښتني واورېدې، چې د بشپړي همکارۍ ډاډ یې ورکړ.