د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي وايي، چې د یوټیوب چینلونو د فعالیت لپار یې کړنلاره جوړه کړې د.
هغه وايي، د یوټیوب چینل چلولو لپاره جواز اخېستل، د ژورنالېزم لېسانس او یا دوه کلنه کاري تجربه مهم شرطونه دي.
نوموړی زیاتوي، غیرمسلکي اشخاص او بې جوازه چینلونه نور فعالیت نه شي کولی.
فراهي ددې کار موخه د ژورنالېزم ډګر معیاري کول، د غیرمسلکي اشخاصو مخنیوی او صادقانه خدمت یاد کړی.
***