د هندي فلم ( 3 ایډیټس) مشهور لوبغاړی اکهل مشرا پخلنځي کې د غورځېدو له امله مړ شوی.
مېرمن یې وايي، خاوند یې د لوړ فشار ناروغي درلوده، پخلنځي کې د پښې خویېدو له امله راغورځېدلی او سر یې لګېدلی و چې وروسته ومړ.
هغه په 3 ایډیټس د ښه تمثیل له وجې خورا مشهور شوی و.