د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې افغانستان کې یې د بندیانو سره د ناسم چلند او شکنجې ادعا کړې.
د یوناما په راپور کې راغلي، د طالبانو په زندانونو کې کې د شکنجې په ګډون، برېښنايي شاټونه، اوبو کې جبري ډوبول ، تیاره کې د بندیانو ساتل، په زوره پرې ساه بندول، وهل ټکول او ډېر نور ‘ظلمونه’ شامل دي.
یاد دفتر دا هم ویلي چې ډېر کله د قانوني وکیلانو د نشتون له امله د بندیانو دوسیې له ځنډ سره مخ وي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت په توقیف خانو او زندانونو کې د چا د ربړولو او ځورولو اجازه نشته چې ټول مسؤلین د امر تابع دي.
هغه همدا راز ویلي، په بندخونو کې زندانیانو ته د زدکړو په شمول ټولې اسانتیاوې چمتو شوي.
***