د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانو مېرمنو ته د ټولو اسلامي حقونو ورکړې ته ژمن دي خو د نړیوالو هغه غوښتنې نه شي منلی چې له افغاني او اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي.
هغه ویلي، که له ښځو سره یې دښمني درلودی په بېلابېلو ادارو کې به یې دندو ته نه پرېښودی او ځینو ته به یې آن پخپل کور معاش نه ورکولی خو په وینا یې، د ښځو عزت ورته مهم دی
نوموړي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د جونو پر وړاندې به ډېر ژر د تعلیم دروازې خلاصي شي خو دقیقه نېټه یې ونه ښودله.
***