د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملامحمدحسن اخند افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او وېې ویل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري.
نوموړي په ټینګار سره وویل چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.
رئیس الوزرا نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د لا غښتلي کېدو ژمنه یې وکړه.
***