راشد خان
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له امله، افغان لوبغاړي له ذهني فشار سره مخ دي
د افغانستان ملي ټیم لوبډلمشر راشد خان له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، ”ټولنیزو رسنیو کې ځینې وخت یو لوبغاړي په یوه ورځ اتل شي خو بله ورځ یې زمکې ته راوغورځي چې له همدې وجې افغان لوبغاړي له ذهني فشار سره مخ دي”
راشد خان دا رد کړې چې ګنې ځینې لوبغاړې د ملګرتیا پر اساس لوبوي، هغه ویلي، ” کریم جنت، حضرت ځاځی او ګربز د خپلې وړتیا پر بنسټ ملي لوبډلې ته راغلي چې هغه وخت دی کپتان نه و”
نوموړي انتقاد کړی چې افغانستان کې داخلي کرکټ نشته او نه هم لوبغاړو ته شل اوریزې لوبې چمتو کیږي نو د یوې غښتلې ملې لوبډلې جوړېدل ګران تمامیږي.
***