روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخاروا د سپتمبر په ۱۳مې نېټې په ولاديووستوک ښار کې خبري رسنيو ته د امريکا پوځي زورواکي د اوسنۍ نړۍ لوی شیطانت یاد کړی او په وينا يې، واشنګټن د نورو هېوادونو د ازادۍ مخه نیسي.
زاخاروا ویلي، د امریکا د زورواکۍ غوښتنه نړۍ ته اجازه نه ورکوي، چې بیړنۍ ستونزې او مشکلات حل کړي، پرمختګ وکړي، مساوي حقوق او مکلفیتونه ولري او د ازادۍ احساس وکړي.
نوموړې زياته کړې، چې امريکا د نړیوالو اړيکو
اصولو څخه سرغړونه او ناپايه بې بې ثباتي رامنځته کوي او له خپلو جوړو کړکېچونو څخه تېښته کوي.
دا هم وګورئ
د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي
د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …