روسیې ګرانبیه ایفون مبایل بازار ته وړاندې کړ روسیه کې د کیویار په نوم یوې کمپنۍ له سپینو زرو او قیمتي غمیو څخه جوړ ګرانبيه (I Phone) مبایل جوړ کړی. په دغه مبایل کې ۱۸ قیراطه سپین زر، او۵۷۰ بېلابېل غمي استعمال شوي، بيه یې ۵۶۲ زره ډالره ټاکل شوې.