د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو له منځه وړلو ملي بیړني مرکز کې د پولیو په اړه د پوهاوي او د خلکو پوښتنو ته د ځواب په موخه په عصري وسایلو سمبال د اړیکو مرکز پرانیستل شو.
یاد وزارت ویلي، دا مرکز چې د یونیسیف په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی، د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب ویلو کې اړین رول لري او د پولیو په لهمنځه وړلو کې کار کوي.