رووان اتکېنسن چې تاسو یې په مېسټر بین پېژنئ

رووان اتکېنسن چې تاسو یې په مېسټر بین پېژنئ

ژباړه: بهار سمسور

د ژوند په لومړیو کې له سختو ورځو تېر شوی، خپلو د سختو ورځو تجربو ته په کتو یې لیکلي؛
یو څوک چې په ژبه ګونګ وي، څنګه ژوند باید وکړي، ما د دې ستونزې سره بیا هم خپل همت نه بایله او کوشش مې جاري ساتلی و.
یوه خاطره بیانوي او وایي؛ “ښوونکي مې مور ته ویلي و، زه نه شم کولی له دې هلک سره نور وخت ضایع کړم، ښه ده کور ته یې بوزئ.
خو زه نن د اکسپورډ پوهنتون د برېښنایي انجینرۍ په برخه کې ماسټري لرم.”
همدې پوهنتون کې یې احساس کړه چې دی د فلم او شوګانو برخه کې کار کولی شي.
په دې برخه کې هم له سختو ننګونو سره مخ شو، که به یې کوم تلویزیون ته د کار وړاندیز وکړ او یا به یې د شوګانو په اړه ورته لیکلې طرحه وړاندې کړه، نو پرې خندل به یې.
وایي؛
“یو معتبر تلویزیون کې راته مسؤل کس وویل؛
ته بدرنګ یې، زموږ لیدونکي به خفه کړې.”
ما د بریا فکر کړی او د خلکو وړاندوینو ته مې فکر نه دی کړی، ځکه ټولو یې زما په اړه مسخرې کولې.
نن مېسټربین د کامیډي ډرامو په نړیواله کچه خاص نوم “الګو” دی.
مېسټر بین چې په یوه کمزورې کورنۍ کې پیدا او ځوان شوی و، نن تر ۱۳۰ میلیون ډالرو ډېره پانګه لري.
نن نورو ته د مرستې لاس دی او سلګونه کسان یې تر لاس لاندې کار او خدمت کوي.
دی وایي د بریا دپاره څو ټکي باید پر ځان عملي کړو؛
سخت کار، وقف، لیوالتیا او هېڅکله مه تسلیمیږئ!

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

د (3 ایډیټس) هندي فلم مشهور اداکار ومړ.

د هندي فلم ( 3 ایډیټس) مشهور لوبغاړی اکهل مشرا پخلنځي کې د غورځېدو له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *