د افغانستان لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا پوځي پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، که امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د نن ورځې امکانات درلودای؛ د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو مخه به یې په اسانۍ نیولې وه.
هغه زیاته کړې، د امریکا ټکنالوژي تـرهګر له لرې واټن څخه په دقيقه توګه په نښه کوي او افغانستان کې فزیکي حضور ته اړتیا نشته.
نوموړی وايي، امریکا له نویو ننګونو سره مخ ده، خصوصا له چین او نورو سترو قدرتونو سره سیالي کول نو د سرچینو لګولو په انتخاب غور پکار و.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکي امریکا د دوحې تړون په نقض تورنوي او بار بار یې شکایت کړی چې د افغانستان پر فضا یې ډرون الوتکې ګرځي.