د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ:
تورخم به تر هغه بند وي، چې تر څو مو امنیتي اندېښنې ختمې شوي نه وي.
وايي، هر وخت له افغان خاورې پر موږ بریدونه کړي چې اوسمهال مو امریکا او خپل نور ملګري هېوادونه پر دې موضوع خبر کړي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ تورخم کې هغه مهال د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ جګړه ونښته چې افغان لوري غوښتل یوه پخوانۍ پوسته بیرته فعاله کړي.
دواړه لوري پر یو بل د برید پېلولو تور لګوي.
درېیمه ورځ ده چې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته ګڼ مسافر ایسار دي او له ستونزو سره مخ دي.
بلخوا، د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي چې، هڅه کوي ستونزه د خبرو له لارې حل کړي تر څو راتلونکې کې د داسې پېښو مخنیوی وشي.