په زړه غمـجن وومه ! خـو کال مخکې زه هم ميئــن وومــه ! خـو کال مخکې اوس دې د نشتون هيڅ ارمان نه راځي ستا ارمانجـن وومـه ! خـو کال مخکې ما به وې ستا نه بغير ! مړ به شمــه زه دروغجــن وومــه ! خـو کال مخکې رحمت الله شیرزاد