غزل
غرېو نیولی ستنې ستنې او ازغي غـــــــــږ
ورته غوږ شهَ چې له کومې خوا راځي غږ
په مخمورو باندې پام کوه ثواب دی
ویده رند هم ویښوای شي د ساقي غږ
ستا له غږ سره چې ګډ شي نو خواږه شي
زړه ته کوز شي د رباب او د منګي غږ
هو بیمار یم د طبیب په تمه نه یم
زه ښه کېږم مورې ستا په جنتي غږ
په هوا کې به مارغان درته ودریږي
خدای درکړی یوسف مخیه دادودي غږ
تږی تږی په لټون ستا د جمال دی
ور غږیږه ور غږیږه نن دې څښي غږ
بصیر جمال