ساه مې بنديږي

ساه مې بنديږي

لیکوال: خشنود خرمی
ژباړه : محب الرحمن ماليار

له هراته مو سفر پيل کړ کندهار ته نه وو را رسيدلي چې مېرمن مې رانه هيله وکړه ترڅو خپله برقع پورته کړي او ازاده هوا کې لږه ساه واخلي د موټر بوی او د لارې ستړياو يې زړه رانيولې و .
خدای شته ما ځان غلی ونيوه هېڅ مې ونه وېل ځان مې داسې ناګاره واچاوه چې ګويا ما نه دي اوريدلي .
هغې بيا په ساه نيولې غږ ووېل چې ساه مې بنديږي …
شاوخوا چوکۍ مې له سترګو تېرې کړې رنګارنګ سړي په کې ناست وو چې پنډ او لويې ږيرې لرلې .
په ټوله لاره يې خپلو مېرمنو سره دوه خبرې نه کولې نو ما هم خپلې مېرمنې ته ووېل چې داځای د مخ ښکاره کولو نه دی لږ دې زړه تنګي وزغمه دلته هېڅ ښځه مخ له چادري نه راباسي .
هغې په مړاوي غږ دومره وويل : يوازې اوبه څښم .
ورته مې وويل؛ اوبه هم د چادري تر پلو لاندې وڅښه .
له دې وروسته مې مېرمن دڅلورو ساعتونو لپاره غلې وه له زړه تنګون يې هېڅ شکايت ونکړ،اوبه يې هم نه غوښتلې په دې څلورو ساعتونو کې يې څلور خبرې ونه کړې کابل ته په رسيدو د ماښام تروږميو خپلې لړې را غزولې وې د موټر سپرلۍ په کوزېدو وه

زه هم د کوزېدو په نېت له خپلې چوکۍ پورته شوم ، هغې هماغسې ډډه لګولې وه راسره را پورته نه شوه، زه ورته له غوسې تور او شين واوښتم له قهره مې ورته خوشکه وکړه چې په موټروان مېېنه يې چې داسې ښخه ناسته يې ؟
هغه غلې وه؛ ما فکر کاوه چې د چادرۍ د نه پورته کولو له کبله خوابدې ده رانه ، پسې راغلم او ټکان مې ورکړ چې پورته شه کنه !
درب شو له چوکۍ پړ مخې را ولوېده وډار شوم او په ريږديدلو لاسونو مې چادري ورته له مخ لرې کړ د مخ پوستکی يې سپين اوښتی و وينه يې وچه وه ساه يې درېدلې وه .
هغه مړه وه ..
تردې وخته نه پوهېدم چې يوه مېرمن دې په دومره اسانۍ ومري .
پای

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *