
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد ویلي چې، د برېښنا شرکت رئیس ملا احمد بې ګناه دی او محکمې په ده لګول شوي تهمت کې برات ورکړ.
هغه ویلي، په ټولنیزو رسنیو چې د نوموړي کومه ویډیو خپره شوې وه، جعلي او دروغ ثابته شوه.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ادعا شوې وه د کابل برښنا ریس د خپل یو ساتونکي سره بدفعلي کوي.