د سوداګرۍ وزارت پخپله اکس پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال مرستیال مولوي قدرت الله جمال له یو شمېر چینایي صنعتکارانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړې.
یاد وزارت ویلي، چینايي پانګه وال غواړي په نږدې راتلونکې کې د موبایل د چارجر جوړولو لپاره د ۱.۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت مشینري له چین څخه افغانستان ته راولېږدوي، چې افغاني سوداګرو سره په ګډه رامنځته کېدونکې دغې فابریکې کې به تر ۳۰۰ هیوادوالو د کار زمینه برابره شي.”
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال د ملاتړ ډاډ ورکړی او له نورو پانګوالو یې هم غوښتي چې پانګه اچونه وکړي.