د سویس د فدرال پارلمان د بورقې د بندیز په اړه په مسودې رایه اچونه وکړه چې د ۲۹ رایو په مقابل کې د ۱۵۱ رایو سره تصویب شو.
د یاد هېواد پارلمان ویلي، د ټول هیواد کې په عامه ځایونو کې د مخ پټول یا په ټولو عامه او خصوصي ځایونو کې د مخ پټول (په داسې ډول چې د مخ ځانګړتیاوې پیژندل کیدی نه شي) منع شول او سرغړونکي به ۱۰۰۰ سویس فرانک جریمه کیږي.
په سویس کې په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوې ټولپوښتنه کې ۵۱،۲ سلنه خلکو په ټول هېواد کې په عامه ځایونو کې د بورقې اغوستلو بندیز ته “هو” ويلي وو.
د برقعې اغوستل په لومړي ځل په فرانسه او بلجیم کې په ۲۰۱۱ کال، بیا په ۲۰۱۶ کال کې په بلغاریا، په ۲۰۱۷ کال کې اتریش او په ۲۰۱۸ کې په ډنمارک کې منع شول.