شاهین افریدی دوه اونۍ وروسته د شاهد افریدي د لور انشاء افريدي سره واده کوي
د دواړو نکاح تېرې فبرورۍ میاشت کې تړل شوې وه خو خسر یې (شاهد افریدي) ویلي وو چې د واده مراسم د اسیا کرکټ جام له کبله اوسمهال ځنډوي.
د جیو نیوز راپور له مخې، د شاهین افريدي او انشاء د واده مراسم د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه سر ته رسيږي او ولیمه یې بیا دوه ورځې وروسته په اسلام اباد کې ده.
اسیا کرکټ جام په ۱۷م سپټمبر پای ته رسيږي.