شعري ازادي / فرید قربان

شعري ازادي

فرید قربان

دا خبره ډېره عامه ده ، چې شعر د زړه غږ دی، داسې يو غږ چې بې له ځنډه په لوستونکي اثر کوي، کيدای شي دا غږ کله د خوښۍ وي او کله هم د غم.
دا چې د هر څه غږ وي، يو خوږ غږ دی ، خو دا خبره د هر شعر لپاره لپاره صدق نکوي، ډېر داسې شعرونه شته چې د خلکو پام يې خپل نه کړ او دا غږ يې ونه اوريده، وجه يې داده چې دا د دوی د خپل زړه غږ نه و، دې ډول شاعرانو يا خو د خپل زړه خبره بيخي کړي نه ده او يا يې هم نيمګړې کړي ده ، زړه يې يو څه غوښتي ويلي يې بل څه دي او د محدوديت ښکار شويدي .
د شعر ويلو لپاره ځاني او فکري ازادۍ يو اړين اصل دی .
جارج سنتيانا وايې
Art like life,should be free since both are experimental
فن دژوند په شان پکار دی ، چې ازاد وي ځکه چې دواړه تجرباتي دي.
پوهيږو چې شعر د هنر يو ډول دی ، نو د ښه شعر لپاره د دغه فني ازادۍ اړتيا ده، د شعري ازادۍ نه يوه موخه دا هم ده چې په ټولنه کې شته محدوديت مات کړل شي ، بلکې د زړه خبره کول پکار دي ، لوی خوشال بابا چې د ننګ يو بارز مثال و ځان د معشوقي مريي بولي او وايې .
معشوقې وته مريي اوسه خوشاله
عاشقان له نام وننګه بې پروا دي
د ښکلا او بدرنګۍ تاثير او د پيښو مشاهده هغه وخت لوستونکي ته په شعر کې ښه څرګنديدای شي ، چې شاعر خپل ذوق په پام کې ونيسي، یعنې څه ډول چې له يو څه متاثر کيږي همداسې يې وړاندې کول ضروري دي.
لوی استاد روهي صيب پدې اړه زياتوي (ښايې دا پوښتنه مطرح شي چې د شعر د خپلواکۍ او ذاتي ارزښت لپاره ولې دومره ټینګار څخه کار اخيستل کيږي؟
د دې پوښتنې يو ساده ځواب دادی:
چې شعر بايد له استبداد ، ړانده تعبد، جزمي افکارو، ديکتات او کليشه يې شعارونو له مرييتوب څخه وژغورل شي.
لږ وروسته ليکي شعر هغه وخت د انسان د هيلو او ارزوګانو ترجماني کولی شي چې د ابتکار او نوښت ازادي ولري .
شعر د وجدان غږ دی ،شعر هلته تبارز کولی شي چې د وجدان پر ازادۍ پابندي نه وي. (شعرپيژندنه دمقالو ټولګه. د شعر ذاتي او بهرني معيارونه۱۰۲ مخ روهي)
هرشاعر د ځانګړي ذوق او فکر خاوند وي، يو شی له څو شيانو سره تشبي کول د همدې متفاوتو ذوقونو ښودنه کوي.
د مثال په ډول چا زلفې غرونه بللې چا ورته سنبل ، چا ورته غرونه…او ويلي اوس که يو شاعر د زلفو لپاره ياد صفتونه راوړي نو د خوند پرځای يې شعر د تکرار بې خوندي پيدا کوي ، د شعر ليکلو په وخت کې د بل وړاندې شوي معيار پرځای د خپل ذوق په خوښه معيار جوړول اړين دي.
غني خان چې په پښتو شاعرۍ کې د ځانګړي او لوی مقام خاوند و، په اړه يې تکړه ليکوال راج ولي شاه خټک وايې : غني خان په خپله په فن کې Impressionist و هغه به ويل چې زه فطرت داسې ښکاره کوم لکه څرنګه چې ماته ښکاري داسې نه لکه څرنګه چې دخلکو خوښ وي او همداغه وجه ده چې غني خان به فطرت ته په خپل خاص نظر کتل او چې څنګه به يې ليدو همهغه رنګ به يې اظهارولو.
چې ترې عشق او جنان دواړه وخت فنا کړي
هله پوی سړی په شان د ځان او يار شي
د اردو ژبې د ستر شاعر احمد فراز دکاميابۍ راز د کره کتونکو په نظر هم همدا و چې هرڅه يې له خپل ليد لوري ويلي دي .
هغه پدې بيت کې د مينو د صدق او رښتینوالۍ لپاره د ليلا مجنون وضع شوي معيار نه يواځې ماتوي ، بلکې د هغه پرځای د خپلې مينې خبره کوي ، چې همدې جرات او ازادۍ يې هم دا بيت او هم نوره شاعري خوندوره کړيده چې په ميليونونو لوستونکي لري. بيت….
محبت اپنا اپنا تجربه هی
یهان فرهاد اور مجنون معتبر نهین
ډيری وختونه ځوان شاعران د نویو خبرو په کولو يو ډول د ډار احساس کوي .
هغه څه وايې چې له دوی نه مخکې په يو نه يو ډول ويل شوي وي ، دغه ډار يا دلوستونکو څخه وي ياهم دکره کتونکو له وجې.
يو وختې دکره کتنې پرمهال يو چا په شعر کې د وږمو غوړيدل ښه ونه بلل، دليل يې دا و، چې نورو شاعرانو د وږمو غوړيدل نه بلکې خوريدل ياد کړيدي زه دا نه وايم چې غوړيدل له خوريدلو غوره دي، خو کيدای شي يوڅوک له غوړيدلو خوريدل خوښ کړي چې شاعر پکې ازاد دی .
د همدغو محدوديتونو له امله ده چې زموږ په شعرونو کې نوي خبرې ډيرې کمې دي او شعر مو دنورو په رنګ لړلی دی. کيدای شي لاندې خبره چې حمزه بابا کړيده نه وای کړي
که دشينوارو نه نفرت وي دستا
ورځه دسوات او دبونېر شومه زه
پښتون حمزه بابا چا چې غزل ته ته یې د پښتو رنګ ورکړ په مينه کې له چاسره دومره دپړې سر نه نيسي او دا يې په پوره جرات سره ويلي دي که شينواري دې نه خوښيږي ورځه زه دسوات او بونير شوم .
الفت صيب په ادبي بحثونه کتاب يو ځای د عواطفو د صدق خبره کوي، چې مطلب يې ترې شعر د زړه له تله ويل او په هغې کې اخلاص دی، یانې شعر بايد بې تکلفه وي، په زور پکې صنعتونه نه وي کارول شوي ، يواځې د صنعتونو کتارکوونکی شاعر نه بلکې صنعتګر بولي او د خواجه حافظ خبره نقلوي .
شاعر است اما طبع روان ندارد
زما په ګمان بغير دفني او شعري ازادي نه ديو داسې شعر ليکل چې د شاعر د روانې طبع نمايندګي وکړي اسان کار نه دی ځکه دزړه له تله يواځي د خپل زړه خبره کيدای شي نه دبل دزړه.
دکبير ريحان لاندې بيت ولولئ
زما نصيب له ما نه ډير په ثوابو مين دی
پرون وم تللی ميکدې ته دڅښو وار رانغې
ددې بيت ښېګڼه پدې کې ده ،چې معمول خلاف خبره پکې شوي ده ،زموږ په شاعرۍ کې اکثره وخت د وار دنه رسيدو له کبله شکايتونه کيږي او دخپل نصيب نه سر ټکول کيږي ، خو دلته ريحان پدې خوښ دی چې دده نه يې ډير دده نصيب پر ثواب مين دی. دشاعر همدې پراخې مشاهدي او ازاد فکر دبيت ښکلا لا ډيره کړيده.
په شعر کې دپيښو او شيانو نه بيل برداشت او مشاهده د نوښت څرک دی، خو دا څرک هله ښه معلوميدای شي چي شعر دمحدوديت پرځای له جرات او ازادۍ نه برخمن وي.

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

غم دې جانانه راته ستړی ناست دی

غزل غم دې جانانه راته ستړی ناست دی لکه قرضداری پوروړی ناست دی بې غېر …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *