شیخ خالد حنفي: مونږ به د اسلامي نظام داسې ترجماني کوو چې دا نظام بدنام نه شي.
د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد (الحنفي) نن ورځ د تخار ولایت کې یوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې، مونږ به د اسلامي نظام داسې ترجماني کوو چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم دغه نظام بدنام نه شي.
هغه ویلي، هڅه کوو چې د فرائضو اقامې او د محرماتو مخنیوي ته توجه وکړو او په سنتو ـ مستحباتو له خلکو سره شدت ونه کړو.
هغه همدا راز ويلي، په تېر کې مو مسئولیت د سیمو ترلاسه کول او هېواد ته خپلواکي بخښل وو خو اوس مو مسئولیت دروند دی، چې د اسلامي احکامو تطبیق او ولسونو ته د امنیت ترڅنګ د ژوند سهولیات برابرول دي.
نوموړي له ولسونو غوښتي چې د شرعي احکامو په تطبیق کې ورسره همکاري وکړي.
***