د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې شیخ رشید یې له دوو ورېرونو سره یو ځای له خپل کوره نیولی.
وايي، هغه د نهم مۍ قضیه کې ښکېل وو او تر ننه یې ځان غیب کړی و.
شیخ رشید د پاکستان کورنیو چارو مخکنی وزیر او د عوامي مسلم لیګ ګوند مخکښ غړی دی.
د عمران خان په پلویانو تور دی چې د نوموړي لومړي ځل نیول کېدو پر مهال یې ګڼو دولتي ودانیو ته زیان اړولی.
د خان ځینې نږدې ملګري ورک، ځینې بندیان، ځینې خاموش او ځینو ترې لارې جلا کړې.
***