د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندنه هیڅ بحث نه کیږي، او لا ډېر وختي دی.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندېاري ماریا زاخاروا په خپله اوونيزه غونډه کې ويلي، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د سلا مشورو پنځمه غونډه به د سپټمبر په ۲۹ نېټه د روسيې په زاخان ښار کې جوړه شي.
هغې ویلي، غونډه کې به د افغانستان پر اوسنيو بدلونونو، بين الافغاني پخلاينې، سيمه ییز امنيت او بيارغونې په اړه خبرې وشي او یوه اعلامیه به هم صادره شي.
تېر کال مسکو فارمټ غوندې ته له افغانستانه هیڅوک نه و بلل شوي، خو دا ځل د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته رسمي بلنه ورکړل شوې چې هغه هم منلې.