د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د ګرځندوی نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وایي، که افغانان خپل ملي یووالی ټینګ کړي، افغانستان به له سیالانو سره سیال شي
هغه پر خپلو سیاسي مخالفینو غږ کړی، چې د افغانستان دروازې یې پر مخ خلاصې دي، هېواد ته دې راستانه او له موږ سره دې یو ځای د هېواد ابادولو لپاره کار وکړي.
نوموړې همدا راز له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ څخه وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړیوالو معیارونو له مخې چلند وکړي