د اطلاعاتو کلتور وزارت د خپرونو مشر عبد۱لحق حمـ۱د پخپله ایکس پاڼه لیکلي چې، بدخشان واخان کې افغان ـ چین ګډه پوله له دوه زره کلن ځنډ وروسته بیا پرانیستل کیږي
هغه وايي، په دې سره به په نورو لارو تکیه کمه او نړیوال بازار ته لنډه او اسانه لار جوړه شي چې صاداراتو او وارداتو کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا له کوچني پامیر څخه د چین هېواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلو متره سړک جوړولو چارې پېل شوې.
د یاد وزارت په وینا؛ دغه پروژه ۳۶۹ میلیونه، ۵۷۹ زره او ۲۲۷ افغانۍ لګښت لري.
***