عراق یو ځل بیا په رسمي توګه له سوېډنه وغوښتل چې د قرآن کریم توهین کونکی (سلوان مومیکا) ورته وسپاري.
خو د هغه وکیل ډیوډ هال رسنیو ته ویلي، ”یو تورن کس هغه وخت بل هېواد ته سپارل کیږي چې ترسره کړی عمل په دواړو هېوادونو کې جرم وي او سوېډن کې قرآن کریم سېزل جرم نه دی، بیان ازادي ده.”
سلوان مومیکا عراقي الاصل سوېډنی دی د تېر لوی اختر په لومړی ورځ او له هغه وروسته یې څو ځل په عام محضر کې قرآن کریم ته اور واچاوه، چې د نړۍ مسلمانانو احساسات یې راوپارول.