غزل
په خپلو هیلو پسې هیڅکله خندا نه کووم
دا ژوند زما دی، دا د هیچا په رضا نه کووم
داسې وخت نه وي چې یو غم راباندې نه تېریږي
داسې وخت نه وي چې د سولې تمنا نه کووم
خبرې ښې کوي، عمل یې د خبرو خلاف
نور به په چا پسې بې سوچه اقتدا نه کووم
ژونده! که هر څومره راتنګ شې خو خبره دا ده
زه دې په نره کووم، زه دې په ژړا نه کووم
څه ړوند خو نه دی چې دا بدې ورځې نه به ویني
اسيره! بس دی نور غږونه په پاچا نه کووم
اسیر مشواڼی