له ښونځي پاتې شوله لور د وطن
خاورې ايرې مې شو غرور د وطن
ساه يې د سرو زرو په کان کې خېژي
له لوږې مړ شولو مزدور د وطن
طبيبان هسې تسلي راکوي
پوهېږم زخم دى ناسور د وطن
دا ځل دا لمر به له قبلې راوځي
وينې به رنګ راوړي ضرور د وطن
کړه بهسودواله پرهرونه ټکور
کښېنه په غاړه د تنور د وطن