غزل
غم دې جانانه راته ستړی ناست دی
لکه قرضداری پوروړی ناست دی
بې غېر له تا مې بخت بې بخته نه دی
بې غېر له تا مې بخت پیاوړی ناست دی
دا سړی چا داسې غمجن پر اېښی
دا سړی ولې تبعه خړی ناست دی
ژوند مې په تا پورې تړلی یاره
ژوند مې بې هیلې دی نیګړی ناست دی
زیارمل خو بیا په اندېښنو کې ډوب دی
زیارمل خو بیا سوچونو وړی ناست دی
حبیب ګل زیارمل