د غور د والي وياند عبدالواحد حماس ویلي، د (IAM) په نوم یوې بهرنۍ مرستندویه ټولنې ۲۱ کارکوونکي چې عیسویت ته یې تبلیغ کاوه، د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
وايي، په نيول شويو کې ۱۴ سړي او د یوې امريکايۍ په ګډون ۷ ښځې شاملې دي چې د لا زیاتو څېړنو لپاره کابل ته انتقال شوي.
بلخوا، یادې ټولنې په يوه اعلامیه کې ویلي، چې د خپلو کارکوونکو د نيول کېدو په علت نه پوهېږي او له اسلامي امارت څخه یې د وضاحت غوښتنه کړې