فطرت: د افغانستان سرحدونه خوندي دي
د هېواد ستر درستېز قاري فصيح الدين فطرت د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ ته په سفر کې د ملګرو ملتونو هغه ادعاوې رد کړې چې ګڼې د افغانستان سرحدونه خوندي نه دي.
هغه ویلي چې د هېواد پولې خوندي او د اسلامي امارت تر کلک څار لاندې دي.