قلم او قدم | عرفه ملاتړ


ليکوال او شاعر د ټولنې آواز وي او دا آواز هغه وخت د خلکو زړونو ته لاره پېدا کوي، کله چې ليکوال او شاعر خپل احساس او ضمير ويښ وساتي. څه چې ليکي باېد هغه ليکنې د دوی تګلوری له هره اړخه د خپلو ماناوو په سيوري کې په وړاندې بوځي.
کله چې د يوه ليکوال شاعر او… زړه په کومه پېښه ودرديږي او د احساس مزې يې په خوزېدو راولي، چې د ضمير په آواز قلم ته لاس او د کاغذ پر مخ هغه دردونه خواره کړي، چې په ټولنه کې يې ويني، نو باېد چې پخپله ليکوال او شاعر هم د هغو دردونو د درمل په لټه کې شي او پرې نږدی، چې د دوي خپل وجود د هغو ناخوالو او دردونو د ډیروالي سبب شي، چې کومو ته يې ګوته نيولي ، داسې نه چې د خپلو ليکنو په مهال د زړه د درد له کبله د ضمير آواز ته غوږ او وروسته پخپله د خپلې ليکنې په مخالف لورې ګام پورته کړي، الله ج فرمایي ” ايې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی ،ولې هغه څه وايې چې په پخپله يې نه کوئ” د الله جل جلاله په وړاندې دا کار ډېره ستره ګناه ده، چې څه وايي او عمل پرې نه کوي”( الصف)
مونږ په خپل چاپېريال کې داسې کسان لرو، چې د هغه د شعر او لينکې په ليدو سترګې رڼې او زړونه خوښ شي، خو کله چې د هغې ليکنې تر شا د ليکوال اصلي بڼه ووينو، نو وبه ګورو چې تر ټولو وړاندې هغه پخپله خپلې لينکې او اشعار تر پښو لاندې کوي.
خو د اللّٰه جلاله په فضل داسې ستر، ستر کسان هم شته چې د ليکنې معيار يې هم اوچت او د چاپيريال ناخوالې،ربړې او دردونه يې هم په هر اړخيزه ډول پکې رانغاړلي وي او خپل هاند او کوښ يې هم د ناخوالو سره مقابله، د ربړو له مېنځه وړل او دردونو ته د درمل لټه وي.
چې دا ډله ليکوالان زمونږ ( لوستونکو) لپاره وړ او د ټولنې د روحي رغونې لپاره غوره طبيبان دي.
او لومړۍ ډله نه يواځې دا چې په ټولنه کې د رغونې احساس نه شي ژوندی کولی، بلکې د دوي د ليکنې او شخصیت تضاد په خلکو کې د منفي فکر د راپېدا کېدو سبب ګرځي.

ليکونکې: عرفه (ملاتړ)

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

مسکو فارمټ غونډې ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د وینا بشپړ متن

بسم الله الرحمن الرحیم حامداً و مصلیاً و بعد، له هر څه وړاندې د روسیې …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *