لنډه کیسه: بې ننګه / اسیر مشواڼی

لنډه کیسه: بې ننګه
لیکوال: اسیر مشواڼی
مسنجر ته مې د یو ښځینه اکاونټ ځخه پرلپسې څو سلامونه راغلل، خو ما ځواب نه ورکاوه، ما وېل ښايي کوم هلک وي او تنګول کوي.
بار بار مسجونه یې اړ کړم چې ځواب ورکړم، راته یې لیکلي وو: زه دې درک کوم، بدګومانه راته معلومیږي خو واټساپ شمېره دې راکړه، زنګ درته وهم.
شمېره مې ورکړه. پنځه دقیقې وتلې نه وې، واټساپ باندې زنګ راغی.
ښځینه غږ و. له سلام کلام وروسته یې راته وویل: یوه مهمه خبره درسره شریکوم خو ژمنه به راسره کوې چې ما به خپله خور ګڼې او ماته خو هسې له هم وروره کم نه یې، ستا د فسبوک هغه پوسټ چې د خوېندو دفاع دې پکې کړې وه د هغو خلکو په مخ د څپېړې ګذارونه وو چې تلویزونونو کې په خپلو باعفته خويېندو تورونه لګوي.
هغې خبرې نورې هم غځولې، خو ما سره تلوسه وه چې په موضوع ځان پوهه کړم، خبره مې ورپرې کړه، ما وېل اصلي خبرې ته راشه.
ویل یې، ژمنه خو دې په یاد ده چې تا راته خور او ما درته ورور وویل.
ما وویل: اوففففففف څه سپین ږیری خو نه یم خود راته یاده ده، خبره کوه چې تلوسه مې بیخي ډېره ده.

خپله کیسه یې داسې پېل کړه: ” زما نوم رڼا دی، د لسم ټولګي زده کوونکې یم، له لیسې وروسته به د انګلیسي کورس ته هم تلم، یو ټولګیوال مې زما شمېره د بلې ټولګیوالې اخیستې وه، هر وخت به یې زنګونه وهل خو ما وخت نه ورکاوه، خو لنډه اخر یې پخپلو شیطاني خبرو جال کې ګېره کړم او د مینې په نوم یې راسره تمثیل روان کړ”
ما ورته وویل: نو تاته د اوسنۍ مئینان نه دي مالوم؟
سوړ اسویلی یې وکیښ، ویل یې: صبر وکړه اصلي کیسه خو اوس پېل کیږي.
راته یې وویل: ما د خپلو خوبونو شهزاده ګڼلو، هغې به هم غټې غټې لاپې کولې او بار بار به یې د سپېڅلې مینې خبره کوله چې زه داسې یم او هغسې….
له ډېر ټینګار وروسته مې ورته په واټساپ خپل انځورونه ولیږل، خو ما پرې یقین درلوده، ان د لوڅ سر عکسونه هم.
بله ورځ یې راته وویل: مور مې ناروغه ده، زر ډالر مې پکار دي، زموږ اقتصاد ښه و، له ورېندارې مې ورته راواخیستل، ورته مې وویل د یوې ټولګیوالې مور مې ناروغه ده او پلار یې بې وسه دی.
هغې زر ډالر راکړل خو راته یې وویل دا دې د ورور پیسې دي خو ټینګار پرې وکړه چې هغه خبر هم نه شي او بیرته یې درکړي.
ما پیسې هغه هلک ته ورکړې، ډېره موده پکې ووته، ورندار مې راته بار بار بار ویل پیسې؟ ما د مینې له وجې هغه بې ننګه ته خبره نه شوه کولی، خو لنډه دا ورندار مې راباندې بدګومانه شوه، بله ورځ یې راته وویل: پیسې دې خپل کوم یار ته ورکړي دي، صفا خبره وکړه؟
له مغزو مې سره لمبه پورته شوه، خپلې خونې ته لاړم، ریحان ته مې زنګ ووهلو چې پیسې مې راکړه، کور کې راته مشکل جوړیږي.
هغه په بړق بړق وخندل، ویل یې د څه پیسې؟ زه درڅخه نورې غواړم او ته…. که نورې پیسې راونه لېږې فسبوک کې دې انځورونه خپروم.
ددې خبرې سره سمه سلګیو واخیسته… ما ته مې خپله خور مخې ته ودرېده، چې د عزت سره یې لوبې کیږي، ورور باید څه وکړي.
ورته مې وویل: ما ژورنالېزم ددې لپاره لوستی چې د خپلو هېوادوالو مرسته وکړم او بیا تاته ما خور وویل، ته یې فسبوک ایډي او شمېره راکړه، نور زه پوهه شه او زما کار.
ما د ریحان خپلوان راپیدا کړل، ان د تلیفون شمېرې او زما د څارونکو کسانو له خوا اخیستل شوي انځورونه هم.
ریحان ته مې پیغام پريښود، له کیسې مې خبر کړ، ورته مې وویل ستا د کور پته، د خپلوانو شمېرې، هر څه مې پیدا کړي، دوه کارونه به کوې، یو به هغې خور ته سبا خپلې پیسې حواله کړې، بل که په غلطۍ کې دې هم ورته زنګ وهلی و، بیا ګیله ونکړې او د انځورونو خپرول خو له ذهنه وباسه.
پیغام یې راغی، لیکلي یې وو: ستاسې له نامې سره اشنا یم، غلطي راڅخه شوې، بد مې کړي، سوال او منت درته کوم خپلوانو ته مې څه مه وایه، زه پیسې ورته سپارم او که بله ورځ مې تش پیغام هم ورته لېږلی و بیا ستا خوښه چې هر څه راسره کوې.
د دغه پیغام سکرین شاټ مې رڼا ته واستولو، ورته ومې لیکل: سړی خو مې رام کړ، خو ګورو څه کیږي.
په سبا راته رڼا پیغام رالیږلی و: ډېره زیاته مننه، له پیغورونو دې خلاصه کړم، هغه شیطان راته پیسې راوسپارلې خو هغه انځورونه..
ورته مې وویل: د هغه چاره ما کړې، تشویش مه کوه، که یې کوم اقدام ترسره کړ، کورنۍ یې خبروم چې زوی مو داسې کارنامې کوي او د هغه ځای امنیتي مسؤل سره مې هم موضوع شریکه کړې، بڼکې درله ترې وباسم.
رڼا سلګیو ونیوله ـ او په ژړا ژړا کې یې راته دعاګانې پېل کړې.
خو ما ورته وویل: د وطن هره خور زما خور او مور یې زما مور ده، ما خپل مسؤلیت ادا کړ خو تاسو باید په فسبوکي مینو باور ونکړئ، فرېبجنه نړۍ ده، خلک شپږ شپږ مخونه لري.

***
نوټ: دا اصلي کیسه ده. خو نومونه فرضي دی او د ځای په اړه هم نه غواړم چې خلکو ته پته ولګي.

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *