لنډه کیسه: د نکریزو شپه | باز محمد عابد


د تاند زلميتوب دور و. تازه تازه پېښور ته په کډه تللي وو. په يوه محله ( کوڅه) کې مو په کرايه کور نيولی و. په کوڅه کې يو زيات شمېر افغان مهاجر مېشت وو. ډېرو يې د کوڅې په بازارګوټي کې دوکانونه په کرايه نيولي وو. که څه هم د مهاجر کلمه يوه ديني ارزښتمنه کلمه ده. خو د کوڅې په بازارګوټي کې به د هر ځايي اوسېدونکي په خولو کې وه او دي خبرې به زه ډېر ځورولم.
که کوم ځوان به له افغان دوکاندار نه په پور يو سګرټ قدرې هم اخيسته، نو په دوکاندار به يې غږ وکړ:
_ ته راکړه مهاجره يو سګرټ! شابه کنه مرګري را نه لاړل. ډېر سست او بيکاره خلک يئ. ماتې نه شته يار پيسې به بيا درکړم.
دا او دې ته ورته جملې به مې د کوڅې د ځوانانو له خولو نه هره ورځ او هر ساعت اورېدې. له همدې وجې مې د کوڅې له سرمستو ځوانانو سره تر ډېره اروا نه ګډېدله. خو د دې ځوانانو په منځ کې يو کس د کتاب ګل په نوم چې يارانو به يې (کتابې) باله، داسې و چې له هر چا سره يې په اسانه اړيکې ټينګولی شوې. څو وارې يې له ما سره هم د تعلق جوړولو کوشش کړی و، خو زه يې چندان په کيسه کې شوی نه وم.
يوه شپه چې د ټولې کوڅې برقونه تللي وو، نو په کور کې مې د ګرمۍ له وجې طاقت و نه شو. د کوڅې بازار ګوټي ته راووتم. هلته د يوه بند دوکان مخې ته (کتابې) ناست و او چې څنګه يې په ما سترګې ولګيدې، له ورايه يې راباندې غږ وکړ:
_ شهباز خان! دې خوا راشه يار، دا څنګه زموږ نه ليرې ګرځې، راشه يار چې ګپ شپ ولګوو.
زه په نه زړه د کتابې خواته ورغلم. په ستړي مه شي کې مو اوږې سره وجنګولې. له روغبړ نه وروسته يې را ته کړه:
_ شهباز خانه! زه پوهيږم چې ته ولې زموږ خوا ته نه راځې.
_ څنګه پوهېږې؟
_ آو کنه يار، کله چې په دغه مهاجر يا هاغه مهاجر زموږ د يارانو نه کوم يو د مهاجر غږ وکړي، ستا په تندي کې ګونځې وغځېږي. په ایمان چې زه مې دې يارانو ته بار، بار وايم چې دا د مهاجر لفظ مه استعمالوئ، ډېر افغانان په دې لفظ خپه کيږي، ښه خبره نه ده. خو ته ووايه څه وکړي يار، خولې يې اموخته شوي دي. هغه شربتی خو لا دا هم وايي چې ولې خپه کيږي. که سل کاله تېر کړي، هم به د مهاجر نوم ترينه ليرې نه شي. د انډيا مهاجر وګوره. پنځوس کاله يې تير کړل او د مهاجر نوم ترينه ليرې نه شو.
ما به لا خبرو ته ځان جوړولو چې د کوڅې له کوز سر نه د ډول له غږ سره سم د رڼاګانو يو بهير زموږ په لور راروان و. موږ دواړو ورته يو ځای غوږونه څک کړل. رڼاګانې چې لږې رانيږدې شوې، و پوهېدو چې د چا د نکريزو پروګرام به وي. کله چې د نکريزو سيل موږ ته ښه رالنډ شو، نو کتاب ګل بيا په خبرو خوله پرانیستله:
_ يار، وګوره کنه، په دې تپه تياره کې چې د تيلو باتۍ هوا ته پورته کړي او رڼا يې په دې جینکو پريوځي، څومره زړه راښکوونکی منظر جوړوي.
_ هو کتاب ګله! منظر خو ښکلی شي.
_ يار، دا جينۍ وګوره، دا چارګل يې چې په پوزه کړی دی، دا درته ښيم. څومره ښکلې ده. دا بله وګوره، په دې دنګه پوزه يې بېزوان ډېره مزه کوي. اوهو، دا څه کوي، په ايمان يوه يې تر بلې کمه نه ده.
دا ټولې خبرې راته کتابې په يوه ساه په داسې حال کې وکړې چې د نکريزو سيل زموږ له خوانه په تېرېدو و او شاو خوا يې لس دولس تنه ځوانان تيت شوي وو. ورو مې ورته وويل:
_ کتاب ګله! سمه ده چې ټولې به ښايسته وي. سيال يې هم وکړه، خو دا خوله دې لږه بنده وساته. ته نه ګورې چې لس دولس تنه ځوانان ورسره دي. خدای مه کړه څه جنجال جوړ نه شي.
_ نه يار، ستا دعا په کار ده. دا څه بړواګان دي. دا ټول زه ښه پيژنم، والله د هر يو نه يې درته خور واخلم.
_ هر څه چې ترينه اخلې، هغه ستا خپل کار دی، خو دا اوس چې ته کومه خوله خوزوې، په اخلاقي توګه ښه خبره نه ده.
د نکريزو سيل له موږ نه تير شوی و خو کتابې لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې:
_ راپاڅه يار، ما ته پته ولګېده. په دې شاته ګلۍ ( کوڅه) کې د ممتازي د ورور نکريزي دي. ځه چې ځو په ايمان چې ښه سيال درباندې وکړم.
ما به لا ځواب ته ځان جوړولو چې ناببره مې په يوې ښکلې جينۍ سترګې ولګيدې، چې يوه بوډۍ ښځه يې له لاسه نيولې وه او زموږ تر خوا تېرېده. خدای خبر ولې په ځان پوه نه شوم او له خولې مې ورته ووتل:
_ کتاب ګله! هغه د نکريزو ټول سيال يو خواته کړه او د دې جينۍ ښايست او پيغلتوب بل خواته کړه. ته وګوره سمه بدرۍجماله ښاپېرۍ ده.
کتابې له ځمکې نه سترګې راپورته کړې چې ويې کتل ناڅاپه يې له خولې ووتل: والکه شهبازه! خوله به سمه خوځوه، پام چې نور څه ونه وايې.
ما په خندا ورته وويل : تر اوسه خو ته د پرديو نجونو په صفتونو نه مړېدې ، دا زما خبره ولې درته بده ښکاره شوه ؟
سر يې ځوړند ونيو او په ورو غږ يې وويل:
_ دا يوه مې مورکۍ او دا بله مې خورکۍ ده.

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *