لنډه کیسه: د پروفیسر مېرمن | سعادت حسن منټو

د پروفیسور مېرمن د مرغانو خرڅوونکي دوکان ته لاړله، هلته یې یو طوطي خوښ شو، له دوکاندار څخه یې د هغه د قیمت په اړه وپوښتل. دوکاندار ورته وویل: اغلې د دې طوطي قیمت دومره لوړ نه دی، ځکه چې دې طوطي تر دې دمه خپل عمر په یوې فاحشه خانې کې تېر کړی دی، له دې طوطي څخه تېره شه، بل یو خوښ کړه!
خو د پروفیسور مېرمنې و نه منله او دوکاندار ته یې وویل، زما همدا طوطي خوښېږي، همدا اخلم، پرېږده چې خپل پاتې عمر په یوې درنې او باعزته کورنۍ کې تېر کړي. ښځې طوطي وپېرلو او هغه یې په پنجره کې خپل کور ته ویوړ.
هلته یې د کور په یوه مناسب ځای کې پنجره ځوړنده کړله. طوطي یو خوا او بله خوا سترګې واړولې او زیاته یې کړه: “واه واه! څومره ښایسته فاحشه خانه ده، ډېره مې خوښه شوه.”
که څه هم د پروفیسور په مېرمن دا خبره ښه و نه لګېدله، خو هېڅ یې هم و نه ویل. لږ وخت وروسته د پروفیسور لور له پوهنتونه راغلله، کله چې طوطي هغه ولیدله، په چغو چغو یې وویل: “واه واه! فاحشه خانې ته څومره ښایسته جینۍ راغلله!” په دې خبره د پروفیسور مېرمنې ته ډېره غصه ورغلله، خو له لږ فکر کولو څخه وروسته یې وویل: خیر دی! طوطي دی، اموخته به شي، څو ورځې به همداسې خبرې وکړي، بیا به بېرته ښه شي.
کله چې پروفیسور صیب ماښام کور ته راغی او د طوطي سترګې پرې ولګېدلې، په حیرانۍ سره یې په چغو چغو وویل: “واه واه! زما زوړ یار دلته هم راځي…. زما او ستا خو په هغه بله فاحشه خانه کې هم سره لیدل شوي وو، پخیر راغلی! ډېر خوشاله شوم، چې خپل پخوانی ملګری مې ولیدلو….”
له دې وروسته د کور په څراغونو کې رڼا ورکه شوه او پروفیسور صیب له کوره ورک شو….
منټو به دا هم ویل: چې زه د فاحشو ښځو درناوی ځکه کوم، چې دوي ډېر معزز، شریف او هوښیار خلک هم بربنډولی شي او اصلي څېرې یې خلکو ته ښکاره کولې شي….

#کتاب : منټو افساني
#ژباړن طارق تسل

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *