لنډه کیسه: په څټ شوی پرتوګ | سعادت حسن منټو

– ښاغلیه! اوس خو بۀ زما کار و شي کنۀ؟
هغې دا خبره وکړه او په تېزۍ سره یې دیوال ته مخ کړ او خپل کمیس یې په تن کړ.
ما ورته وویل: هو هو وبۀ شي.
دا وخت زۀ ډېر ستړی شوی وم، پۀ تېزۍ سره مې ساه ګانې ویستلې او وجود مې سپک شوی و، هغې لوپټه په غاړه سموله او زیاته یې کړه:
– زه پیسو پسې بیا کله راشم؟
– د پیسو د ترلاسه کولو لپاره خو به تۀ دوه – درې ځله بیا دلته راځې، لنډه دا چې ما له مشرانو سره خبرې کړې دي او ستا د خاوند یادونه مې هم ورسره کړې ده.
ما د خپل کمیس تڼۍ بندې کړې، پۀ ویښتو کې مې لاس تېر کړ او د دفتر لۀ شاتنۍ دروازې څخه مې شاوخوا وڅارل، څوک نۀ وو. کۀ څۀ هم څوکیدار ته مې کله کله یو اندازه پیسې ورکولی او په دې وجه به یې رازونه ساتل خو بیا هم ما احتیاط کول ښۀ ګڼل. هغې بیا زیاته کړه:

– زه به سبا بیا راشم؟ هغه زما د ځواب په تمه وه.
– سبا مه راځه!
د هغې د وتلو پر مهال مې د هغې وجود له نظره تېر کړ، چې ناببره مې پام شو:

– واوره! تا خو پرتوګ پۀ څټ اغوستې دی.
هغه د دې خبرې پۀ اوریدلو سره وشرمیده، بېرته یې پرتوګ سم کړ او لۀ اغوستلو وروسته پۀ تېزۍ سره لۀ دفتره ووتله.
زمیل خان لۀ څلورو کلونو راپدیخوا زموږ پۀ کمپنۍ کې څوکیدار و، درې اونۍ وړاندې، کمپنۍ ته غلۀ داخل شوي وو، زمیل خان ورسره مقاومت کړی و، خو هغوي پۀ ډزو سره پۀ پښو ویشتلی وو. بیا د کمپنۍ څښتن ژمنه وکړه، چې زمیل خان ته به یو اندازه پیسې ورکوي او درملنه به یې هم کوي. تر ننه د کمپنۍ څښتن، زمیل خان سره کړې ژمنه نه وه پوره کړې، د همدې له امله د هغه میرمن څو ځله دفتر ته راغله او په وروستي ځل ورته ما وویل، چې زه کولی شم، ستا د خاوند پیسې له مشر څخه ترلاسه کړم او بیا ما له هغې څخه د دې کار پۀ بدل کې د هغې له وجوده د ګټې او مزو اخیستنې غوښتنه وکړه او هغې هم له مجبوریته نن ومنله.
هغه مې چې رخصت کړه، زه خپل کور ته روان شوم، د کور دروازه مې خلاصه کړه، د زمیل خان له میرمنې مې ډیر خوندونه اخیستي وو، بیخي بې دمه وم. لږه شېبه وروسته د کور دروازه راخلاصه شوه، میرمن مې وه، ډیره خوښه او خوشاله مالومیدله، په خندانه انداز یې وویل:

– ګرانه! ما او تا دواړو ته دې مبارک وي.
– د څه مبارکي راکوې ګرانې؟
– ډیر ژر به ستا خوږه مېرمن په بانک کې پرمختګ وکړي، له عادي بست څخه به لوړ بست ته ارتقا وکړي. د بانک منیجر راسره نن ژمنه وکړه، چې راتلونکې اونۍ ته بۀ پۀ رسمي ډول ما لوړ بست ته معرفي کړي. تۀ خو پوهېږی کنه، چې ستا مېرمن په خپلو کارونو کې څومره تکړه او لایقه ده.
زه هم خوشاله شوم، هغه مې په غېږ کې ونیوه، ښکل مې کړه او مبارکي مې ورته وویله. شېبه وروسته هغه پۀ خونه کې اخوا دیخوا تلله او د خپلې ارتقا پۀ اړه یې خبرې کولې، دا یې هم وویل، چې منیجر صیب ډیر ښۀ انسان دی، کله یې چې پۀ رسمي ډول زما د ارتقا مکتوب لاسلیک کړ، بیا به ورته یوه پارټي هم برابره کړو، ستا خوښه ده کنه؟
– هو ولې نه ګرانې! هر وخت چې تا امر وکړ پارټي بۀ اماده وي.
په همدې خبرو کې وو، چې ناببره مې د خپلې مېرمن د څټ شوي پرتوګ پۀ بخیو سترګې ولګیدلې. سوړ اسویلې مې وکړ، تندې مې پۀ لاسونو کې کلک کړ، اوښکې مې سترګو ته راغلې او د زمیل خان مېرمن مې رایاده شوه.

سعادت حسن منټو

ژباړن: طارق تسل

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *